سیمې ته د پاچاخان د اندونو بیا اړتیا
سرلوڅ مرادزی       سرلوڅ مرادزی

د فخر افغان خان عبدالغفار خان د ژوند او خپلواکۍ غوښتونکو مبارزو نړیوال سمینار د نومبر په ۶ مه په کابل کې د پاچاخان او عدم تشدد تر سر لیک لاندې پرانستل شو. دې سمینار کې چې درې ورځې به کابل کې ادامه ولري د هېواد ، پښتونستان ، هند او د نړۍ له نورو هېوادو څخه د پاچاخان د اندیښنو پلویانو ، لارویانو ، څېړونکو او شنونکو ګډون کړی دی . سمینار کې به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وینا پر بنسټ د پاچاخان د ژوند او مبارزې بېلا بېل اړخونه تر څېړنې لاندې ونیول شي .

 

که څه هم د داسې سمینارجوړېدو ته له ډېر پخوا اړتیا لېدل کېده خو اوس هم د هغه جوړېدل یو نوښت ګڼل کیږي او جوړونکو ته يي شاباسی ویل پکار دي .

تېر ۲۰۰۹ کال  د اکتوبر لومړۍ اونۍ کې هم د افغانسان ، پښتونستان او هندوستان یو شمېر استازي په پلازمېنه کابل کې سره جرګه شول ترڅو سیمې ته چې د تاوتریخوالي ، شخړو او جګړو قرباني ده ، د ژغورنګ لار ولټوي . د پروسږکال غونډه کې د نورو استازو په منځ کې د سیمې د عدم تشدد د سترلارښود فخرافغان پاچاخان لمسی ، د عوامي نشنل پاټۍ مشر سفندیار ولی خان هم لېده کېده چې غونډې ته يي ځانګړی وزن او برم وربخښلی و .

سږنی سمینار هم  د تېرکال غونډې ادامه ده . هیله ده سمینار په هغو ملي هلوځلو کې بریالی شي چې خپلې مخې ته يي ایښي دي . 

د سیمې د پېښو بهېر یو ځل بیا وښوده چې د پاچاخان دعدم تشدد کړنلار په سیمه کې د پوخلاینې ، سولې ، یووالي او پرمختګ لپاره څونه حیاتي ارزښت لري . سیمې ډېرې نورې تګلارې تجربه کړي ، خو بلې هرې لارې سیمه نوره هم کړکېچنه کړه او له روان بحران څخه يي د وتون پرځای په نویو شخړو او جګړو کې ورښکېل کړه .

دا زموږ د کړکېچنې سیمې ولسونه او سیاستوال دي چې دهرې ورځې په تېرېدو سره يي پاچاخان او د هغه د عدم تشدد کړنلارې ته اړتیا پېښیږي .

نن ــ سبا چې افغانان او کوز پښتانه په دې تورن دي چې ګوندې دوی د ترهګرو پلویان او یا خپله ترهګر دي ، یوازې د پاچاخان د لارې او اندونو په بیا خپلولو سره  ځان له داسې تورونو څخه ژغورلای شي . افغانانو او کوزو پښتنو ته ترهګر له نورو ځایو راغلي دي . لکه چې پخوا  مې هم  دې خبرې ته اشاره کړی وه ، د پاکستانی خبریال احمد رشید خپل طالبان نومي کتاب کې یو ځای لیکي «  د پاکستان دولت لا مخکې په نړۍ کې خپلو ټولو سفارتونو ته لاښوونه کړې وه ، هرڅوک چې غواړي  پاکستان ته سفر وکړي او د مجاهدینو کتارونو کې وجنګیږي ، بې له پوښتنې ګروېګنې دې  ویزه ورکړي .

« د ۱۹۸۲ ــ ۱۹۹۲ کالو تر منځ د منځني ختیځ د اسلامي هېوادو ، د افریقا د شمال او ختیځ ، مرکزي اسیا او لیرې ختیځ له ۴۳ هېوادو څخه ۳۵۰۰۰۰ تنو افراطي مسلمانانو د افغاني مجاهدینو سره یوځای په افغانستان کې د سختې جګړې ازموینه ورکړه . او نور په زرګونو افراطي مسلمانان له بېلو بېلو هېوادونو څخه د پاکستان په نویو پوځي ښوونغالو او روزنغالو کې د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د ضیا الحق د پوځي حکومت په ملاتړ تر روزنې لاندې ونېول شول . »

اوس هم افغانستان او کوزې پښتونخوا ته ترهګر ، د ای ایس ای په لاس روزل او پالل کیږي او د افغانانو او پښتنو مشرانو ، سپينږیرو او ملي کادرونو د وژلو لپاره استول کیږي .

که چیري د سیمي په تېره بیا د پنجاب واکمنانو او پوځي بدماشانو د هند او پاکستان د خپلواکۍ د غورځنګ ددغه اتل اندونه او کړنلار بابېزه نه وای ګڼلای او سیمه کې يي د شرارت او کړکېچ روان سیاست نه وای غوره کړی نن به خپله پاکستان او ټولې سیمې هومره درنه کفاره نه ورکولاي .

لویدیځ هم ددې پرځای چې د سیمې د روان کړکېچ په حل کې  د پښتنو د ستر لارښود پاچاخان او د هند د لوی مشر ګاندی جې د لارښوونو او اندیښنو څخه ګټه واخلي د هغو پرځای يي داسې لارې خپلې کړې چې کړکېچ او ناورین يي په سیمه کې نور هم زیات کړ .

اوس چې د څو لسیزو راهیسې لوی افغانستان ، پنجاب ، کشمیر ، هند او ټوله سیمه د تاوتریخوالي ، کرکې ، ورانپوهاوي ، تربګنۍ او جګړې په اور کې سوځي ؛ افغانستان او سیمې ته نور پوځي ځواکونه او وسلې د لیږد په حال کې دي او کړکېچ نوې اړخونه نیسي او پسې پراخیږي ؛ د دې هېوادو واکمنانو او سیاستوالو ته پکار دي چې د ساړه مغز څخه کار واخلي ، د ناکامو لارو او سیاستونو څخه راوګرځي او د شخړو او جګړو د لا غځيدو د مخنیوي لپاره لاس پکار شي . د سیمې ولسونه د شخړو او جګړو پرځای دوستۍ ، ګډ پوهاوي ، ګډو هڅو او ګډ ژوند ته اړتیا لري . د سیمې هېوادونه لپاره د اروپا د ګډ بازار پشان ګډه ګټوره سوداګرۍ اوګډ امنیت پکار دی. داسې موخې یو بل ته په کرکې او دوښمنۍ کې نشي ترلاسه کېدلای . خپلو اډو کې د ترهګرو روزنه او پالنه که بل هېواد ته په لنډ مهال کې وراني او ویجاړي راوړلای شي ، په اوږده مهال کې خپله ترهګرپال هېواد هم نه شي ډاډه کېدلای .

پنجاب چې د سیمې د نورو ولسونو پشان ، د خپلواکۍ غوښتونکو او د هغوی په سر کې د پاچاخان د کړاوونو او مبارزو په مټ له انګریزه خپلواکي اخیستې ده ، تر ټولو ړومبی باید د شخړو او جګړو له سیاسته لاس واخلي او د پاچا خان په لاره سم شي . د پاچاخان په لارنیوي سره پنجاب د ورپېښه ستونځو څخه بچیدلای شي .

افغانانو او پښتنو ته خو بله لار بې له هغې هم نه ده پاتې . طالبانو ، مجاهدینو او د اسلام نورو ټيکدارانو چې پښتنو پرې سر ورکاوه ، هر یو پخپل وار سره د افغانانو او پښتنو خونې ویجاړې کړې. د توندلارۍ او سخت دریځۍ نورې لارې هم په اصطلاح په تورکیستان ختمې شوې . په دې لحاظ افغانانو او پښتنو ته همغه د پاچا خان زړه لار، د عدم تشدد لار له ناچاره ورپاتې ده .

افغانان او پښتانه که مري او که چوي بله لار نلري . په نورو ټولو لارو کې پښتنو خپل سر وخوړ !

پښتانه که نران وي د پاچاخان له عدم تشدد له اندونو او کړنلارې څخه پرته دې په بل څه ځان د ترهګرو له تور څخه سپين کړي ! ؟

دا موږ افغانان او کوز پښتانه یو چې د پاچاخان اندونو او تګلارې ته اړتیا لرو ،  کنه د پاچاخان اندونه او تګلار موږ ته اړتیا نلري ! اوسنی سمینار زما ددې خبرې ثبوت دی . 

موږ د پاچاخان په اندونو کې ځان خپلولای شو . په دې اندونو کې له کرکې ، غوسې ، شخړې او جګړې ځان ژغورلای شو . یووالی او وروري لاس ته راوړلای شو . د ترهګرۍ له تورونو ځان خلاصولای شو . د بشریت له کاروان سره په یوه لار تللای شو . په سلګونو او زرګونو خپلې سهوې او ختاوې بېرته جبیره کولای شو . په پای کې په سیمه او نړۍ کې لکه پخوا پشان یو غیرتي او میړني ملت جوړېدلای شو .

راځۍ ټول په ګډه هوډ وکړو چې د پاچاخان په لار ځو !

د ۲۰۱۰ کال د نومبر ۶ مه


November 8th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی